پرونده:مولوی محمد پذیر.jpg
پروندهٔ اصلی (۲٬۶۱۵ × ۲٬۸۵۷ پیکسل، اندازهٔ پرونده: ۱٫۲۱ مگابایت، نوع MIME پرونده: image/jpeg)
این پرونده از ویکیانبار است و ممکن است توسط پروژههای دیگر هم استفاده شده باشد. توضیحات موجود در صفحهٔ توضیحات پرونده در آنجا، در زیر نشان داده شده است.
خلاصه
توضیحمولوی محمد پذیر.jpg |
پښتو: == مولوی محمد پذیر رحمة الله علیه ==
بسم الله الرحمن الرحیم دمرحوم مولوی محمدپذیر لنډی سوانح : شهرت ئی : مولوی محمدپذیر دمرحوم مولوی محمدیاسین زوی اود کندل خان لمسی دی چی اصلا دغزنی ولایت داندړو ولسوالی دشلګر دعلی کلا اوسیدونکی دی ، پلاریی مولوی محمد یاسین په وړوکوالی کی تقریبا سل یونیم سل کاله وړاندی دخپل کلی څخه دوردګوولایت ته راغلی اوهمدلته یی خپل دینی درسونه تکمیل ، اودپخوانی دود سره سم دوردګو ولایت دچک د ولسوالی د بیک سمند دری دجلیل په کلی کی امام شو. مولوی محمدپذیر هم په همدی کلی کی په ۱۳۱۹هش کال کی دنیا ته خپلی سترګی وغړولی اودخپل پلارڅخه ئی لومړنی زده کړی پیل کړی خوپه وړوکوالی کی ئی دیتیم والی څپیړه پرمخ وخوړله خوددی سره سره ئی هم خپلوزده کړوته دوام ورکړ، درسونه ئی لانه وه ختم کړی چی مورئی هم وفات شوه ، بیائی دمروجه علوموپه پوره کولوسره دجلیل دکلی ترڅنګ د ټټـنګ په کلی کی دجومات امام شوخوداچی دحدیثودمبارک علم سره ئی زیاته مینه درلوده دصحاح سته ؤدلویی دوری دپاره په کاپیساکی دتګاب سیمی ته لاړ اوهلته ئی په ۱۳۵۱ه ش کال کی په ( الجامعه الاسلامیه المحمدیه الشریفیه ) کی چی دمیاګل جان آغا تراهتمام اوسرپرستی لاندی وه (او په هغه وخت کی ئی دپوهنتون سره مشابهت درلود) لویه دوره تکمیل کړه . علمی ژوند ئی : کله چی مولوی صاحب لویه دوره تکمیل اوبیرته خپل کلی اوامامت ته راوګرځید دحدیثودمبارک علم په خپراوی ئی پیل وکړ زیات شمیر شاګردان ئی وروزل چی ډیر ئی دجهاد په لیکوکی ښه وځلیدل اوخپل علمی وړتیائی وښودله ، داچی دعلم اوپه ځانګړی ډول دحدیثودمبارک علم سره ئی زیاته علاقه اومینه درلوده نوزیات شمیر علمی آثار ئی دبی دینه کمونستانو په راتګ سره وسوځیدل اودخاوروسره خاوری شول . سیاسی ژوندئی : داچی مرحوم مولوی صاحب دیوویښ ضمیر څښتن وه په هروخت کی به دمسلمانانو په غم غمجن اوخفه وه دنظام بی عدالتی اوفحاشی خپرولوبه ډیرځوراوه چی په همدی وخت کی د کمونستانو لخوا په اخبار کې يو کارتون خپور شو، چې (ما به مرد ۹ زنه جای نداریم)، يو فلم وښودل شو، چې ويل يي ما( تا به کی بګویم که خدا است)، دا او داسې نور ټول اعمال ددې لامل شو، چې هغه څوک چې اسلامي فکر لري، دې ته وهڅېږي چې د خپل فکر لپاره کار وکړي، په دې برخه کې علماؤ د پلخشتي جومات مخې ته ډېره لويه مظاهره وکړه. نودظاهرشاه فاسد نظام هم په ټولونارواوکی ککړوه نودهیواد علمای کراموهم خپله مسؤلیت وباله چی نظام خـپلوبی لاریوته متــوجه اوخپله ورســپارل شــوی دنده تریواندازی ترسره کړی چی په ترځ کی ئی د پلخشتی په جامع جومات کی سره راټول اوپه سوله اییز لاریون ئی لاس پوری کړ چی مرحوم مولوی محمدپذیر خان هم پخپل وارسره ددغه لاریون په تنظیم اوترتیب کی پوره ونډه واخستله ، چی بیا وروسته دداودخان کودتا رامنځته شوه چی دظاهرشاهی نظام څخه دبدی ، بی دینی ، اوپه مسلمانانو باندی ئی دظلم کچه ډیره اوچته وه دمسلمانانو څخه بندی خانی ډکی اوکمونستانوته ئی په ملکی اونظامی چاروکی زیات قدرت اواوچتی چوکی ورکړی داځکه چی کمونستانوپه ځوانانو کی زیات کار کړی وه نومسلمانان هم دغی خلاته متوجه شول ، اومولوی صاحب هم پخپل وارسره دځوانانو تربیی ته پام راواړاوه چی بی شمیره ځوانان ئی دکفاروسره دهراړخیزی مقابلی په موخه وروزل چی دوخت په تیریدوسره دمسلمانانو اوکمونستانوترمنځ واټن زیات اوبالاخره دغوایی په اوومه د۱۳۵۷ هش کال باندی کمونستانودقدرت واګی په لاس کی ونیولی چی مرحوم مولوی صاحب دخپل ایمانی احساس اودینی مسؤلیت په سرته رسولوسره دکمونستانو په ضد ئی جهاد ته مخه کړه اودکمونستانو دکودتا په همدغه کال ئی پیښورته هجرت وکړ ، لکه څنګه چی مولوی صاحب دیوویښ ضمیر څښتن وه او لادمخه دافغانستان داسلامی حزب سره ئی اړیکی درلودی نو په ورسک نمبر یو سیمه کی چی دګوتو په شمیر مجاهدین هلته رسیدلی وه ورسره یوځای شو . کله چی دوردګوولایت دچک ولسوالی د ۱۳۵۸ ه ش کال د زړورو مجاهدینو په لاس فتحه شوه نو مرحوم مولوی صاحب لومړنی کس وه چی دافغانستان دمشرتابه په غوښتنه په منطقه کی دقضا ء چاری وروسپارل شوی چی پدی سره دمجاهدینو لومړنی قاضی وټاکل شو خوکله چی په ولیدل شو چی دعلمیت ، خدای ورکړی استعداد ، اوپوره زړورتیا څښتن دی نونورو اسلامی تنظیمونوهم دده په ټاکل کیدوسره څه اعتراض ونکړ اوپدی سره یومنتخب جهادی قاضی وټاکل شو . بیاکله چی داسلامــی تنظیمــونوخپل منځی جګــړی پیل شوی دوباره پیښـورته راغی اود ژوند په پای کــی دوینـی په سرطان اخته شو چی تقریبا دڅلورو میاشتو مریضـی څخـه وروسته دپنجشنـبی په شـپه ۱۷ / ۲ / ۱۳۷۳ هش کال چی د ( می ) میاشتی داوومی نیټی ۱۹۹۲ میلادی کال سره سمون خوری دهجرت په دیار کی ئی دتل لپاره ددی فانی دنیا سره خدای په امانی وکړه . روح ئی د ښاد یاد ئی دتل وی . په اړه ئی دخپلو دوستانوڅرګندونی : ˮ دجهاد د وتلی مشر او د مرحوم مولوی محمدپذیر رحمه الله تعالی د سنګر د نږدی ملګری څرګندونی په لاندی ډول سره پیلیږی : ښاغلی قاضی سید احمدشاه آغا صاحب وائی : د ۱۳۵۸ هـ ش کال ددلوی میاشت وه چی کمونستانو دجهنمی زندان څخه آزاد شوو او هر څوک دخپل کور او وطن په لوری لاړل ، زه هم په ډیره بیړه له کابله دخپل کور په لوری ولاړم له نیکه مرغه چی دوردګو ولایت د چک ولسوالی لا مخکی د مجاهدینو لخوا دکمونستانو له سړی خورو څخه پاکه او آزاده شوی وه د مجاهدینو مرکز ونه په کی فعال وو. څو ورځی وروسته دحزب اسلامی مرکز ته ولاړم ، ځنی مجاهدین می د متعلمی او تحصیلی دوری څخه پیژندل ، او ځنی کلیوال او دولس خلک وو ، هریو دعقیدی مدافع ، دعزم او ارادی څلی او دسنګر اتل معلومیده . دعقیدی د دفاع او دسنګر د ساتلو خبری او مجلسونه وو ، هرمجاهد روسانو او دهغه ګوډا ګیانو ته په لاس په اورکی خوت ، دشهادت کیسی وی ، او د دونیا له ژوند څخه بی پروا ئی وه . دهر چا خبری می اوریدلی او زه هم ډیر خوشحاله وم ، او د دعوت په ثمره باندی نورهم ډاډه کیدم ، ترڅنګ می یو دروند ،نورانی ، با وقاره سړی ناست وو ، چی مجاهدینو ئی ډیر عزت او احترام کاوه ، دده هر ه خبره به مجاهدینو ډیره په دقت اوریدله ، په خبروکی ئی علمی وزن وو، چی هره پوښتنه به ځینی وشوه په ډیر ښه لهجه او علمی دلائلو به ئی ځواب ورکاوه ، دتیرو زیاتو خبروئی ډه ډه کوله دروند اوعزتمن سړی وو. داسړی مولوی صاحب محمد پذیر مشهور پهˮ قاضی پذیرکو“ وو، دخدای بښلی می چی څه لیدل وروسته چی بلد شوو رښتیا چی دهمداسی صفاتو څښتن وو. دچک ولسوالی داولو محرکینو څخه وو چی خلک ئی دکمونستانو په ضد پاڅون ته هڅولی وو، دجهاد فتوی ئی ورکړی وه ، خپله مدرس ، عالم اود فقهی متخصص وو، همدا دده علمی نبوغ وو چی دجهاد له اولی ورځی څخه د چک او دایمیردادو د ولسوالیو د قضاء مسؤلیت په غاړه اخستی وه ، حتی کله ناکله به دوردګو ولایت دنورو ولسوالیو څخه هم قضایاوی ورته راوړل کیدلی ، او په ښه توګه به ئی حل او فصل کولی ، خلک ئی په تقوی او پرهیزګاری ډیر ډاډه وو ، همدا لامل وه چی په قضائی پریکړو کی موفق او دولس خلکوته ئی پریکړی دپوره منلو وړ وی . دچک او دایمیردادو د جبهاتو په سطحه د متنفذینو اوقوماندانانو په عضویت یوه لویه شوری رامنځته شوه چی مرحوم قاضی محمدپذیر ئی یو له مؤسسینو څخه وو، د ډیری شدیدی رایی خاوند وو، د وړو نزاکتونو څخه به ئی د ډډی کولو مشوره راکوله . دحوصلی او برد باری خاوند وو، او په حوصله به ئی توصیه کوله ، دچارو په هکله به ئی تصمیم د پوهی اوبیا به ئی دتصمیم او پلان په هکله تردید نه کاوه ، دجهاد دامانتونوښه تکړه امانت داروو، د چلولی او فریب څخه ئی نفرت درلود ، دقضائی مسائلو په هکله ئی ډار اوتشویش نه درلود ، پخپلو کړو وړو ډیر ډاډه وو. اوکله چی دافغانستان داسلامی حزب د وردګو ولایت مالی مسؤل شو ډیر امین وو، که څه هم دجهاد په دوران کی دولایت د مالی مسؤل سره نقدی امکانات محدود وو ، خو قاضی صاحب به بیا هم مجاهدینو سره کومک او مرسته کوله او مجاهدینوبه د پلار په څیر دده احترام درلود ، او مجاهدینوبه خپل مشکلات په ډیره آزاده توګه ورسره شریکول ، مشوره او دحل لاره او چاره به ئی ورښودله . لنډه داچی که دقاضی صاحب محمد پذیر دده دهلو ځلو په هکله کتاب ولیکل شی لا به هم لږوی ، قاضی صاحب دخپل عمر په وروستیو ورځوکی چی دعمر خزانه ئی په تمامیدو وه دوطن دآزادی په هکله ارمانجن اود هیلو ــــــ ئي ونه سپړل شوه ، دعمر په ( ۵۴) کلنی او په کال ۱۳۷۳ هـ ش له دی فانی دونیا څخه ئی دهجرت په دیار کی سترګی پټی کړی الله جل جلاله د فردوس جنت ورکړی . لیکوال : محمدبشیر مدنی دمولوی محمدپذیر زوی دمدینی منوری داسلامی پوهنتون دحدیثودپوهنځی څخه لیسانس اودپیښور پوهنتون څخه ماستری لری اوفعلا په کابل کی دوزارت معارف داسلامی زده کړوپه معینیت کی دعلمی اومسلکی غړی په حیث وظیفه اجرا کوی . |
تاریخ | |
منبع | اثر شخصی |
پدیدآور | Talhasalih2 |
اجازهنامه
- شما اجازه دارید:
- برای به اشتراک گذاشتن – برای کپی، توزیع و انتقال اثر
- تلفیق کردن – برای انطباق اثر
- تحت شرایط زیر:
- انتساب – شما باید اعتبار مربوطه را به دست آورید، پیوندی به مجوز ارائه دهید و نشان دهید که آیا تغییرات ایجاد شدهاند یا خیر. شما ممکن است این کار را به هر روش منطقی انجام دهید، اما نه به هر شیوهای که پیشنهاد میکند که مجوزدهنده از شما یا استفادهتان حمایت کند.
- انتشار مشابه – اگر این اثر را تلفیق یا تبدیل میکنید، یا بر پایه آن اثری دیگر خلق میکنید، میبایست مشارکتهای خود را تحت مجوز یکسان یا مشابه با ا اصل آن توزیع کنید.
آیتمهایی که در این پرونده نمایش داده شدهاند
توصیفها
این خصوصیت مقداری دارد اما نامشخص است.
source of file انگلیسی
original creation by uploader انگلیسی
۱ ژوئیهٔ 2023
تاریخچهٔ پرونده
روی تاریخ/زمانها کلیک کنید تا نسخهٔ مربوط به آن هنگام را ببینید.
تاریخ/زمان | بندانگشتی | ابعاد | کاربر | توضیح | |
---|---|---|---|---|---|
کنونی | ۱۵ اوت ۲۰۲۳، ساعت ۱۷:۳۷ | ۲٬۶۱۵ در ۲٬۸۵۷ (۱٫۲۱ مگابایت) | Talhasalih2 | Uploaded own work with UploadWizard |
کاربرد پرونده
این پرونده در هیچ صفحهای به کار نرفته است.
کاربرد سراسری پرونده
ویکیهای دیگر زیر از این پرونده استفاده میکنند:
- کاربرد در fa.wikipedia.org
- کاربرد در ps.wikipedia.org
- کاربرد در szy.wikipedia.org
فراداده
این پرونده حاوی اطلاعات اضافهایاست که احتمالاً دوربین دیجیتال یا پویشگری که در ایجاد یا دیجیتالیکردن آن به کار رفته آن را افزوده است. اگر پرونده از وضعیت ابتداییاش تغییر داده شده باشد آنگاه ممکن است شرح و تفصیلات موجود اطلاعات تصویر را تماماً بازتاب ندهد.
شرکت سازندهٔ دوربین | samsung |
---|---|
مدل دوربین | SCV41 |
تاریخ و زمان تولید دادهها | ۱ ژوئیهٔ ۲۰۲۳، ساعت ۰۹:۰۷ |
زمان نوردهی | ۱/۵۰ ثانیه (۰٫۰۲) |
ضریب اف | f/۱٫۵ |
درجهبندی سرعت ایزو | ۴۰۰ |
فاصلهٔ کانونی عدسی | ۴٫۳ میلیمتر |
شِمای فشردهسازی | JPEG (old) |
طول | ۳٬۰۲۴ px |
جهت | عادی |
تاریخ و زمان تغییر پرونده | ۱ ژوئیهٔ ۲۰۲۳، ساعت ۰۹:۰۷ |
تفکیکپذیری عمودی | ۷۲ نقطه در اینچ |
تفکیکپذیری افقی | ۷۲ نقطه در اینچ |
عرض | ۴٬۰۳۲ px |
نرمافزار استفادهشده | SCV41KDU1DWC1 |
موقعیت Y و C | وسطچینشده |
اندازهٔ آپکس دیافراگم | ۱٫۱۶ |
نسخهٔ exif | 2.2 |
خطای نوردهی | ۰ |
برنامهٔ نوردهی | برنامهٔ عادی |
فضای رنگی | sRGB |
شناسهٔ یکتای تصویر | L12XLLD00SM |
حداکثر گشادگی زمین | ۲٫۵۲ APEX (f/۲٫۳۹) |
تعادل رنگ سفید (white balance) | تنظیم خودکار تعادل رنگ سفید (white balance) |
حالت نوردهی | نوردهی خودکار |
فلاش | فلاش زده نشد |
فاصلهٔ کانونی برای فیلم ۳۵ میلیمتری | ۲۶ میلیمتر |
نسبت زوم دیجیتال | ۲ |
تاریخ و زمان دیجیتالیشدن | ۱ ژوئیهٔ ۲۰۲۳، ساعت ۰۹:۰۷ |
سرعت آپکس شاتر | ۵٫۶۴ |
حالت سنجش نور | میانگین با مرکز سنگین |
نوع ضبط صحنه | استاندارد |
منبع نور | نامعلوم |